چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د افغان سرتېرو قربانۍ د سولې راتلو لامل شوي دي

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د افغان سرتېرو د ورځي په مناسبت ویلي، د افغان سرتېرو د قربانیو له برکته وسله وال طالبان سولې ته حاضر شوي دي.

په همدې حال کې حمدالله محب د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سره په لیدنه کې هم ویلي، چې له پلان سره سم به افغان ځواکونه تر ۲۰۲۴ پورې په کامله توګه پر خپلو پښو ودریږي.