پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د امریکا ولسمشر به په نږدې راتلونکي کې له طالب مشرانو سره وګوري

ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د هوکړې هرکلی وکړ او هغه د دې تړون لپاره شوې خبرې بریالۍ وبللې، خو ګواښ یې وکړ که طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونکړي نو امریکا به بېرته په ډېر قوت افغانستان ته ستنه شي. ولسمشر ټرمپ د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسلیک څو ساعته ورسته یوه وینا کې وویل ټولې خواوې له جګړې ستړې شوې دي او اوس د دې وخت دی چې خپل سرتېري هېواد ته ستانه کړي. ولسمشر ټرمپ همدا راز د دې هوکړې له امله افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته هم مبارکي وویله او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به له طالب مشرانو سره وګوري. بلخوا د طالبانو لوړ پوړي چارواکي ملا عبدالغني برادر ویلي، طالبان له امریکا سره په کړیو ژمنو ولاړ دي او هیڅ چا ته به اجازه ورنکړي چې له افغانستان څخه امریکا او د هغه متحدینو ته د ګواښ لامل شي. دا په داسې حال کې ده، چې طالب مشران اوس هم نه غواړي، له افغان مشرانو سره وګوري. دوی وایي چې د افغانستان حکومت قانوني نه دی او د امریکا په خوښه جوړ شوی دی.