چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د امریکا کانګرس وایي، دوی له سولې وروسته هم د افغان حکومت ملاتړ کوي

نانسي پلوسي د مارچ میاشت په لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته باید افغانستان کې امنیت، پرمختګ او بشپړ ثبات رامنځته شي؛ د هغې په وېنا امریکا د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته هم افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د یکشنبې په ورځ د مارچ په لومړۍ نېټه یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د اورکم بری د دې سبب شو، چې د سولې هوکړه لاسلیک شي؛ له دې هوکړه لیک وروسته د بین الافغاني خبرو چارې پېلېږي او د سولې راوستل به افغانستان کې ثبات رامنځته کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې د کانګرس ټول استازي د افغان حکومت ملاتړ کوي او د سولې له لاسلیک وروسته به هم دوی خپلې مرستې له افغانستان سره جاري وساتي.

نانسي پلوسي د افغانستان د سولې پروسه کې د ښځو په رول هم خبرې کړي دي او د هغوی رول یې د خپلو حقونو څخه د دفاع په خاطر مهم بللی دی.

هغې ویلي چې د افغانستان جګړې له پای څخه وروسته به امریکایي ځواکونه بېرته خپل کورته ستانه شي.

نانسي پلوسي دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې د فبروري په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه او تمه ده، چې د مارچ میاشت په لسمه نېټه د سه شنبې په ورځ به د افغان سولې لپاره بین الافغاني خبرې پیل شي.