د راتلونکې شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک کیږي

قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تازه ویلي، چې له امریکایي لوري سره د سولې هوکړې د لاس لیک په برخه کې بدلون نه دی راغلی او هوکړه به د راتلونکې شنبې په ورځ قطر کې لاس لیک شي چې په دې مراسمو کې به د ۲۷ هیوادونو استازي ګډون وکړي .

د شاهین په وینا چې د سولې هو کړې تر لاس لیک وروسته به افغان حکومت د وسله والو طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او وسله وال طالبان به د افغان حکومت اړوند زر تنه بندیان خوشي کړي چې ترې وروسته به له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرې پیل شي .

داپه داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امریکایي چارواکو هم ویلي وو چې ژر به له وسله والو طالبانو سره د سولې هوکړه لاس لیک شي .

طالبانو ویلي چې د دوی له لورې به ملا برادر دغه هوکړه لاس لیک کړي؛ خو دا چې د امریکا له لوري به څوک یاده هوکړه لاس لیکوي په اړه یې څه نه دي ویل شوي .