چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د سولې تر تړون وروسته هم د اورکم موده دوام کوي

د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي ویلي له امریکا سره په لاسلیکېدونکي هوکړه کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یادونه شوې او تمه ده چې د اورکم موده وغځول شي.

یادې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط دوحه کې رسنیو ته ویلي، چې د دې هوکړې یوه ماده کې ویل شوي چې له لاسلیک وروسته به په تاوتریخوالي او جګړه کې د پام وړ کموالی رامنځته کیږي.

سرچېنه زیاتوي له دې مطلب دادی چې د تېرې اونۍ په څېر حالت به دوام کوي.