پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د پولیسو ۷۵۰ تنه کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي، چې په تیرو لسو میاشتو کې یې خپل ۷۵۰ تنه کارکوونکي د فساد په تور نیولي دي.

دغه وزارت وايي، چې نیول شوي کسان یې له مراجعینو سره په ناسم چلند او ادارې فساد کې نیولي او له دندو یې ګوښه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرسیتالې مروا امیني رسینو ته ویلي، په دې وزارت کې یې د داخلي امنیت په نوم ریاست جوړی کړی چې په وینا یې خپل کارکوونکي به څاري او هغه کارکوونکي چې له خلکو سره ناسم چلند کوي او یا فساد ته زمینه برابروي دوي، د یاد ریاست له لوري به نیول کیږي او له دندې به هم ګوښه کیږي.