پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د نشیي توکو دوه کارخونې له منځه وړل شوي

د کورنیو چارو وزات وایي، تیره شپه له نشیي توکو سره د مبارزې پولیسو دهوایي ځواکونو په ملتیا د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند چينه کلي کې عملیات کړې، چې په ترڅ کې یې د نشیی توکو د پروسس دوه کارخونې له منځه وړل شوي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یادو کاروخونو کې ۳۱۰۰ کیلو ګرامه چرس او ۲۸۰۰ کیلو ګرامه بنګدانه موجود وه، چې له نشیي توکو سره د مبارزې د قانون له مخې سوځول شوي دي.