چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د کب شلمه نېټه د نیالګیو کېنولو د ملی ورځې په توګه وټاکل شوه

ولسمشرغني نن د اساسي قانون د پنځلمسې مادې پربنسټ د شنو ساحو د پراختیا ، د ژوند چاپیریال  د ښه والي او د هودا ککړتیا په کموالې کې د ځنګلونو او ونو ارزشت ته په کتو د نیالګیو د کرولو په تړاو نهه مادیز حکم صار کړ.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه حکم د لومړۍ مادې له مخې له دې ورسته کب میاشتې ۲۰ مه نېټه د نیالګیو کرلو د ملي ورځې په توګه نمانځل کیږي .

همدار از د دې حکم د دویمې مادې د لومړي بند له مخې ټولو وزارتونو او د ولایتونو دولتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې د چاپيریال ساتنې ادارو او اړوندو ښاروالیو سره په همغږۍ هرکال د کب میاشتې په شلمه نېټه رسماً د نیالګیو کرلو کمپاین پیل کړي .

داپه داسې حال کې چې طالب مشرانو هم خپلو سیمه ایزو وسله والو ته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره امر کړی ترڅو ولسي خلک د نیالګیو کرلو ته وهڅوي