د کندز اوسېدونکو د سولې له هوکړې ملاتړ څرګند کړ

د یاد ولایت یو شمیر اوسېدونکو قطر کې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک کېدو ته خوښې څرګنده کړه او د سولې له پروسې یې ملاتړ وکړ.

دوی وایي، چې د سولې هوکړې لاس لیک د سولې پروسې لپاره مهم ګام دی او هیله مند دي، چې په دې سره به افغانستان یوې دایمې او تل پاتې سولې ته ورسیږي .