پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ګلبدین حکمتیار د موقت حکومت خبره د حکومت له غبرګون سره مخ شوه

د اسلامي حزب ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د پاکستان څخه له راستنېدو سره سم په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د حل یواځېنۍ لار د موقت حکومت رامنځته کول دي او له دې پرته بله لار نشته.

د حکمتیار دا خبرې د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي له غبرګون سره مخ شوي دي.

صدیق صدیقي ویلي، افغان حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی او حکمتیار پرته د حکومت له مخالفته بله لاسته راوړنه نه لري او د دې دا چاره عوامو ته بې توپیره ده.

ګلبدین حکمتیار څو ورځې وړاندې پاکستان ته تللی و، هلته د افغان سولې په اړه پاکستاني چارواکو سره وغږېد او نن کابل ته راستون شو.