عطا محمد نور وایي، ډاکټر عبدالله دې د جمعیت له نوم ګټه نه پورته کوي

 د جمېعت ګوند اجرایوي مشر عطا محمد نور د موازي حکومت د اعلان په اړه د جمعیت ګوند له ادرسه خپره شوې اعلامیې ته غبرګون کې ویلي، د ثبات او همپالنې ټاکنېزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د جمیعت ګوند غړیتوب نه لري، نو ځکه باید د یاد ګوند له نومه ګټه پورته نکړي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې وروستۍ خپره شوې اعلامیه د جمعیت ګوند استازیتوب نه کوي، او نه له دوی سره پرې مشوره شوې. د عطا محمد نور په وینا ، هیڅ چاته به د ګډوډيو جوړېدو اجازه ورنه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا مخکیني سلاکار حنیف اتمر ویلي، د یو شمېر ډلو لخوا د موازي حکومت د اعلان ګواښ د زغم وړ نه دی او د موازي حکومت اعلانول به هېواد بحران ته بوځي او په خبره یې، ده ته د سولې پروسه کې جمهوریت سره کرښه ده.