چهارشنبه , 24 اپریل 2024

له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک وروسته وړه تیروتنه نړۍ زیانمنولی شي

د پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان افغانانو ته د وسله والو طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې د لاس لیک په اړه مبارکي ورکړې اوم د یوې اعلامیې به خپرولو سره یې ویلي دي، چې د سولې لپاره دا یو ښه پیل وو او هیله شته چې دغه هوکړه به د افغانستان سربیره په سیمه کې د سولې او هوساینې نوی باب پرانیزي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان په ګډون ټول ښکیل اړخونه باید د سیمه ییز ثبات لپاره خپل رول ادا کړي او د سیمې امنیت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، تر تړون وروسته وړه تېروتنه سیمه او نړۍ له ګواښ او زیان سره مخ کولای شي؛ نو ځکه باید په چلندونو کې له احتیاطه کار واخېستل شي.