چهارشنبه , 24 اپریل 2024

له طالبانو سره په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د زلمي خلیلزاد له قوله لیکلي شوي، چې له طالب مشرانو سره د سولې په خبرو کې کوم پرمختګ شوی نه دی. ولسمشر غني شنبه مازیګر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلېلزاد سره کتلي دي او د خپلو وروستیو سفرونو د خبرو جزیات یې ورسره شریک کړي دي. په دغه لیدنه کې زلمي خلېلزاد له طالبانو او پاکستاني چارواکو سره د وروستیو لیدنو په اړه له ولسمشرمحمد اشرف غني  سره معلومات شریک کړي.  زلمي حلیلزاد ویلي دي، له طالبانو سره د عملي میکانیزم  پربنسټ د اوربند  او یاد تاوتریخوالي د پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالب استازو د روښانه ځواب چې افغان حکومت او امریکا ته د منلو وړ وي؛ په تمه دی. که څه هم خلېلزاد دا نه دي ویلي، چې طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ شوی ؛خو هیله یې ښودلې ده، چې په دې برخه کې به یوې پایلې ته ورسېږي.

هغه همدا راز له پاکستاني چارواکو سره د کتنو په اړه ویلي، چې د پاکستان حکومت سره یې د سولې له خبرو سر بېره پاکستان کې د افغان مېشت کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې کړي دي.