د دره نور ولسوالۍ څخه ځايې خلکو انعکاس ته وويل نامعلومه وسلوالو نن شاوخوا اته بجې د دې ولسوالۍ شړوتا سيمه کې دوه ورونه او يوه تره زوى وژلي دي او قاتلين يې له سيمې په تېښته بريالي شوي دي بل خوا د يادې ولسوالۍ ولسوال هجرت الله ګردېوال پېښه تائيدوي خو وايي پېښه د دوه کورنيو ترمنځ د پخوانۍ بدۍ له امله رامنځ ته شوې ولسوال وايي سيمه کې امنيتي ځواکونه د پلټنې په لټه کې دي څو يې د پېښې عاملين ونيسي.