ننګرهار ولایت کې د برښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه زیاتېږي

د ننګرهار ولایت مرستیال پوهنوال ببرک میاخېل وایي، چې د ښار په څلورو ناحیو کې به د برښنایي پېژندپانو د وېش نوي اووه مرکزونه جوړ شي، چې له دې سره به د مرکزونو شمېر اتو ته لوړ شي.
د نوموړي په خبره دا مرکزونه به په دولتي ملکیتونو کې فعال شي او د امنیت ساتلو لپاره یې هم تدابیر په پام کې دي. د میاخېل په خبره د نوو مرکزونو په فعالېدو سره به هره میاشت سل زره کسانو ته برقي تذکرې ورکړل شي. د ولایتي مسوولینو په خبره د چارو د چټکتیا په خاطر به د بشري او فزیکي سرچینو پر زیاتېدو، روڼتیا او د کارونو پر وخت ترسره کېدو هم جدي غور وشي.