ننګرهار کې د دوو قوماندانانو په ګډؤن نهه وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي وایي، د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ اړوند د مرکېخيلو سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د دوو قوماندانانو په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، د بې پیلوټه په هوائی برید کې د دوو قوماندانانو په ګډون نهه وسله وال وژل شوي د نوموړي د معلوماتو له مخې وژل شوي قوماندانان د پکتیا ولایت اوسېدونکي دي چې په دې وروسیتو کې یې یادې ولسوالۍ ته د تخریبي کړنو په موخه راغلي و په دغه برید کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.