نیمروز کې ۹ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نیمروز امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې درې پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. خو د نیمروز ولایتي شورا غړي بیا، د وسله والو طالبانو په دغه برید کې د وژل شویو پولیسو شمیر ۹ تنه یادوي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.