سه شنبه , 23 اپریل 2024

نیکولاس کې د سولې مذاکراتي ټیم د ژر جوړولو هیله کړې

د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازي نیکولاس کې په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي، چې هیله مند دی افغان حکومت به ژره تر ژره د سولې لپاره یو جامع مذاکراتي پلاوی جوړ کړي ترڅو له وسله والو طالبانو سره خبرو کې برخه واخلی.

په بروکسل کې د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ډېری هېوادونو د دفاع وزیرانو ګډون درلود، دغې کلنۍ ناستې ته د دفاع وزیرانو د وېناوو سربېره په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازی نیکولاس کی هم ورغلی و. نوموړي په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي، له افغان حکومت تمه لري، چې له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره داسې پلاوی جوړ کړي، چې د افغان ملت او د افغانستان له ملي ګټو دفاع وکړي. نوموړي په افغان سیاسیونو غږ کړی چې پر شخصي ګټو ملي ګټې غوره وګڼي. د نیکولاس کې په خبره د سولې هغه خبرې به ډېرې بریالۍ وي، چې د افغانستان نولس کلنې لاسته راوړنې پکې خوندي وي. نیکولاس کې له افغان حکومت د سولې لپاره د جامع مذاکراتي ټیم د جوړولو هیله په داسې حال کوي، چې د امریکایي چارواکو په خبره امریکا او وسله وال طالبان افغانستان کې د تاوتریخوالي په راکمولو سره سلا شوي او د دې برخې تړون لاسلیک ته بیخي نږدې شوي دي.