هرات کې ۲۹ وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو قومندان (صاحب خان ) له خپلو ۲۹ کسانو او وسلو سره یوځای افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تسلیم شویو طالبانو له کلونو راهیسې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې ترهګریز فعالیتونه کول چې له افغان ځواکونو سره له سختو نښتو وروسته د سولې له پروسې سره یوځای شول.

تسلیم شویو وسله والو د حکومت پر ضد له خپلو کړنو پښيماني ښودلې او ژمنه یې کړې چې له دې وروسته به خپل سوله ییز ژوند ته دوام ورکوي