پنجشنبه , 25 اپریل 2024

پاکستان د یوې اونۍ لپاره افغانستان سره د چمن لار تړي 

پاکستاني حکومت اعلان کړی، چې د کرونا ویروس لا ډېر خپرېدو وېرې له امله افغانستان سره د چمن سواګریزه لاره د یوې اونۍ لپاره تړي.

پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي، دغه بندیز به سر له سبا (دوشنبې ) ورځې پیل شي او یوه اونۍ به دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو په دې هېواد کې د کرونا ویروس د یوې مثتبې پېښې د تثبیت پخلی کړی دی، په داسې حال کې چې پاکستان کې د کرونا ویروس څلور مثبتې پېښې ثبت شوي دي.