سه شنبه , 23 اپریل 2024

پاکستان له امریکایي چارواکو د افغان کډوالو د ستنېدو طرحه غوښتې

پاکستان له امریکایي چارواکو غوښتي چې له دغه هېواد څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو طره د سولې په خبرو اترو کې شامله کړي. دا څرګندونې اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانکړي استازي زلمي خلیزاد سره په کتنه کې کړي دي. زلمي خلیلزاد تېره پاکستان کې د کډوالو په تړاو نړیواله غونډه کې هم ګډون درلود. د کډوالو یاده نړیواله غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتیونو ګوتریش او د افغان ولسمشر دویم مرستال سرور دانش په ګدون د نړۍ شاوخوا شپېتو هېوادونو استازو برخه لرله.