ځان ارزونه يا خپل ځان ته ارزښت په خپله ټاکل‎

 

مخكې تر دې چې د دغو چلندونو ډولونه وڅېړو؛ باید و پوهېږو چې انسان د خپل ارزښت له دركولو پرته، ژوند نشی کولای. هر څوك پخپله خپل ارزښت ټاكي .

د ادلر په نظر ده کار موخی دا ده چې سړى ځان وګڼي او له حقارت څخه وتېښتي په بله وينا بني ادم د خپل ارزښت له تصور سره ژوند كو ي او تل داسې چلند كوي چې خپل ارزښت له هره تاوانه خوندي وساتي .

انسان هر وخت چې ممكن وي خپل ارزښت په مختلف ډولونو ښيي او له حقيرو موقعيتونو څخه په ډډه كول سره خپل ارزښت لا پياوړى كوي .دغه تمايل له نورو سره د مرستې او ګټورو كړنو پر ضد دى او كله له ماتې سره مخ شي چی غالبا همداسی كېږي- سړى له كاره لوېږي ً خو دغه ځان ارزونه ډېری نوسانی لري چې سړى د هغوی مخه نشي نيولى .

د دې نوسان لاملونه دا دي:

  1. فيزیولوژيک لاملونه لكه ستړيا، هيجا ، هغه ناروغۍ چې سړى اړ باسي چې په خپل محدودیتونو خبر شي او پايله كې د ناخونديتوب په سيند كې لاهو شي.
  2. اقتصادي لاملونه لكه فقر، مفلسي او بیكاري.
  3. ټولنيز لاملونه لكه ټولنيز موقعيت ، كسب او دنده، د لږكيو مسئله او نور.
  4. هغه لاملونه چې د اوضاع له نوي كېدو سره تړاو لري لكه بل محيط ته ورتلل، نوي مسوليتونه، لاه سړي څخه د مشرانو ډېره تمه او نور.
  5. د شخصي او مستقيمو تجرو لاملونه لکه په فکری، انفعالی او حرفه يې برخو كې ماتې اوبری.

كه دغه لاملونه مثبتو خواته تغيير وكړي نو سړى خپل ارزښت پورته ګڼي او كه منفي خوا ته وخوځېږي نو د سړي ارزښت هم ورسره ټيټېږي

لیکنه: محمد هماهنګ شیرزی