د لومړنيو معلوماتو له مخې لومړۍ چاودنه د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سرکاریز سیمه کې پر یو تونس ډوله موټر چاودنه شوې.
دويمه چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند پلسوخته سيمه کې شوې ده.
د کابل پولیس وايي، د نن ماښام په دوو چاودنو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.