کابل کې ۹ تنه معتادین په ډزو وژل شوي

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامز رسنیو ته ویلي، تېره شپه د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند کې په نشه یي توکو روږدي ۹ تنه د نامعلومو کسانو له لورې په ډزو وژل شوي دي. تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې، چې ولې یاد معتادین په نښه شوي؛ خو وژل شوي کسان د پلټنو په موخه عدلي طب ته لیږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې به د سړې هوا له امله د نشیانو د مړینې راپورنه خپرېدل خو دا لومړی ځل دی چې دوی د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل کیږي. شمېرې ښایې، چې په ټول افغانستان کې نږدې درې میلونه کسان په نشیي توکو روږدي دي.