زمونږ تګلاره

د انعکاس راډیو ویب پاڼه خپلواکه، خصوصي او بې پرې برېښنايي رسنۍ ده، چې له ننګرهاره خپرونې کوي.
د انعکاس راډیو ویب پاڼه په هېڅ هېواد، ډلې او سیاسي اړخ پورې تړلې نده.
د انعکاس راډيو ویب پاڼه، د ژورنالېزم ټولو نړۍ والو او د افغانستان د رسنیو نافذه قوانینو او اصولو ته په بشپړ پام سره خپرونې کوي او ریښتینې رسنیز چوپړ ته ژمنه ده.
زموږ موخه داده، چې خپلو لوستونکو ته، پر وخت، متوازن، بې پرې، او ریښتیني معلومات خپاره کړو.
موږ خپلو دیني او ملي ارزښتونو ته په پام سره د ورځنیو تازه پېښو د خپراوي ترڅنګ، ګڼ ټولنیز، معلوماتي او سیاسي مطالب او له لوبو نیولې تر هنر او سېمنا د خپراوي وړ ټول موضوعات خپروو.
د انعکاس راډیو ویب پاڼه، هغه خبرونه او خپرونې نه خپروي، چې زموږ د لوړو دیني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.
د انعکاس راډیو د ویب پاڼې اداره، خپلو ټولو لوستونکو سموونکو (رغنده) نیوکو او وړاندیزو ته بشپړ درناوی لري.

په درنښت
د انعکاس رسنیز مرکز
د انعکاس راډيو د ویب پاڼې اداره