آيفون په څو درجې يخه هوا کي خپله بندېږي؟

عزت الله ذکي

د ژمني موسم په رارسېدلو سره د آيفون موبايل کارونکي دې ته متوجه کېږي، چي ځيرک موبايل يې په يخه هوا کي د کار کولو ډېره توانايي نه لري او خپله بندېږي.

په سوېډن کي د آپل د پېرودونکو خدماتي مرکز د يوه نندارتون پرمهال روښانه کړې، چي په منفي ۵ درجې يخه هوا کي آيفون د زيات کارکولو قدرت نه لري او ښايي خپله بند سي.

آپل وايي، د آيفون ياده کمزوري ددغه وتلي او پرمختللي ځيرک موبايل د ضعيفۍ په معنا نه ده او زياتوي، چي په ډېره يخه هوا کي د آيفون خپله بندېدل ددغه موبايل د داخلي برخو ساتنه کوي.