د ټولنيز ژوند اداب:

۱-که یو چا مو تیلیفون دوه ځلې ځواب نکړ، په درېیم ځل زنګ مه وروهئ، ښايي هغه کوم مهم کار کې بوخت وي
۲-که چا رستورانت کې ډوډۍ ته میلمانه کړئ، قیمت بها خواړه او غذا فرمایش مه ورکوئ
۳-له خلکو دا پوښتنې مکوئ: ولې تر اوسه مجرد یاست؟ ولې ماشومان نلرئ، ولې کور نه اخلئ او ولې…؟
۴-که تاسو کومې ودانۍ او داسې بل ځای ته ننوځئ چې دروازه لري‌ او ستاسو تر شا بل کس ولاړ وي، دروازه ورته خلاصه ونیسئ چې هغه هم ننوځي، په دې کار سره نه کوچني کېږی
۵-که له ملګري/ملګرې سره چېرې په سفر ځی او د موټر کرایه یې ورکړه، بل ځل هڅه وکړئ چې تاسو دا کار وکړئ
۶-تل د بل د نظر درناوی وکړئ، دویم نظر د یوې مسئلې د حل بدیل وي
۷-هېڅکله د خلکو په خبرو کې مه غورځوئ، اجازه ورکړئ چې خپلې خبرې خلاصې کړې. هاغسې چې وايي: ټولې خبرې یې واورئ او بیا یې چاڼ کړئ
۸-که په کوم ملګري مو ټوکې وکړې او هغه ته یې خوند ورنکړ، ټوکې مو بندې کړئ‌ او بیا یې مکوئ دا کار د دې ثبوت دی چې تاسو مقابل جانب ته درناوی لری
۹-هر چا چې درسره زیاته یا کمه مرسته وکړه، خامخا یې مننه وکړئ
۱۰-کله چې څوک ستایئ، د خلکو په مخکې او په عام محضر کې یې وستایئ، خو که انتقاد او نیوکه پرې کوئ، بیا یې خاص ځای کې وکړئ
۱۱-هېڅکله د چا په زیات وزن او چاقوالي ‌باندې خبرې مکوئ، ضرورت یې نشته
۱۲-کله چې څوک درته په خپل تیلیفون کې کوم تصویر ښکاره کوي، یوازې هماغه تصویر وګورئ او په تیلیفون کې نورې ګوتې مه وهئ. ښايي ځینې محرم اسناد یا تصویرونه وي چې تاسو یې باید ونه وینئ
۱۳-که کوم همکار یا ملګري درته وویل: زه نن ډاکټر ته ځم. دا پوښتنې مکوئ چې ولې ځئ، څه تکلیف لرئ؟ دا شخصي پوښتنې دي‌ او ممکن هغوی نا راحت شي. فقط دومره ورته ووایاست: روغتیا مو غواړم
۱۴-څومره درناوی او احترام چې د خپلې ادارې او دفتر مشر ته لرئ،‌ هماغومره د دفتر د یو عادي صفا کار درناوی او احترام هم وکړئ. له عادي کس سره ستاسو بد چلند، ستاسو شخصیت ټېټوي
۱۵-کله چې تاسو سره څوک خبرې کوي، په تیلیفون کې ګوتې مه وهئ، دا ډېر احمقانه کار دی
۱۶-که چا له تاسو څخه مشوره نه وي غوښتې، په خپل سر مشورې مه ورکوئ
۱۷-له خلکو د عمر او معاش پوښتنه مکوئ
۱۸-هېڅکله د بل په کار کې کار مه لرئ
۱۹-چې پور مو واخیست، بېرته یې ژر خلاص کړئ، دا ستاسو رښتنولي ښيي
۲۰-که په لارې او کوڅې کې له چا سره خبرې کوئ،‌ خپلې تورې عینکې،‌ چې په لمر کې په سترګو کېږي، له سترګو لېرې کړئ. دا مقابل جانب ته ستاسو درناوی ښکاره کوي او خبرو کې مخامخ کتل مهم دي
۲۱-د بې وزلو په مخکې د خپلې شتمنۍ او ښه ژوند په اړه مه غږېږئ‌ او د هغو خلکو په مخکې، چې اولاد نلري، د خپل اولاد په اړه خبرې مکوئ.
ژباړه: جعفر هاند