روسیه: اوکراین ته د اېف ۱۶ جېټ الوتکو ورکړه به بدې پایلې ولري

وروسته تر هغې چې د هالنډ په ګډون ځینې اروپایي هېوادونو اوکراین ته د اېف ۱۶ جېټ الوتکو پر ورکړې هوکړه وکړه، روسیه وایي دغه پرېکړه به بدې پایلې ولري. د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمتري مېدویدوف ویلي چې اوکراین ته د اېف ۱۶ جنګي جېټ الوتکو ورکړه یوه خطرناکه لوبه ده. کیېف ته د دغو الوتکو د ورکړې هوکړه ډنمارک، سویډن او ځینو نورو اروپایي هېوادونو ته د ولسمشر زلینسکي د وروستي سفر پر مهال شوې ده.