د کتاب لوستلو ګټې

ليکوال: Jamil Khan

هر کتاب لوستل موږ ته د هغه څه په اړه معلومات راکوي، د کومو په اړه مو چی مخکی معلومات نه لرل، د ښه کتاب لوستل زموږ پر شخصت مثبت اثر کولی شي او يو با اصلاح شخص راڅخه جوړولی شي.

د کتاب لوستلو سره زموږ معلومات زياتېږې او ذهني تغير رامنځته کوي، کتاب لوستل زموږ ذهن پياوړی کوي او د ادب په چوکاټ مو سمبالوي، کتاب لوستل زموږ منطق پياوړی کوي او دا قوت راکوي چی هر چيرته له هر چاسره په څه ډول منطق سره بايد خبرې وکړو.

کتاب موږ پر داسي مسايلو پوهوي چي پر بسټ يې کولی شو ښه تحليل وکړو، په ځانګړې موضوع کې خپل نظر څرګند کړو او د منطق له لارې يې دفاع وکړو.

طبيعي ده، څومره چي ډيره مطالعه ولرو، هغو مره له ډير کلمو سره اشنا کيږو.

د کتابونو مطالعه او د ليکوالي مهارت له يو بل سره نېږدې اړيکه لري. کله چی يو ښه کتاب لولۍ نو د ليکولى مهارت مو پياوړی کيږي؛ ځکه د نورو ليکوالو د ليکنو روان والی او آهنګ پر تاسو هم اغېز کوي. که غواړﺉ ښه ليکوال شﺉ نو ډير لوستل وکړﺉ.

فرنسوی متفکر مونتسکيو وايې:( کتاب ډير مطالعه کړﺉ، څو پوه شی، چي په هيڅ نه پوهيږی). چی د يو کتاب لوستل پيلوو نو پوهېږو چی له څومره ډيرو شيانو نا خبر يو.

استاد الفت وايې:( زما ارمان به هغه وخت پوره شي، چي د پوهې قيمت کم شي او هر څه څوک يې واخيستی شي).

همدارنګه سکاټلېنډی فيلسوپ کار لايل وايې:( د ګټورو کتابونو يوه ټولګه د نن زمانې يو ښه پوهنتون ته ورته ده).

کتاب مو له يوازېتوب ژغوری.

جورج اورول وايې:( په يوازېتوب او ستړيا کي له کتاب سره ژوند کول تر ټولو غوره کار ده).

هېله ده چي کتاب لوستلو سره ځانونه عادت وګرځوئ.

ښکلې ليکنې