شمالي وزیرستان کې د پوځ پر موټر چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې پرون ناوخت پاکستاني پوځیانو چاودنه شوې ده. امریکا غږ د راپور له مخې ۱۱ کسان د سړک غاړې دې بمي چاودنه کې وژل شوي. پېښه د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې شوې ده او هغه موټر په نښه شوی، چې د یوې امنیتي پوستې د ودانۍ کارګر مزدوران یې خپلو کورونو ته رسول. تراوسه پورې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.