خپل ماشومان داسې د درس لوستلو ته وهڅوئ

د هرانسان لمړى ښوونځى د مور غيږه ده. همدا د مور غيږه ده چې ماشوم ترې سمه روزنه ، تربيه، سم حرکات او خداي مه کړه منفي حرکات ترې زده کوي. او هغه ماشومان چې د مور د غيږي نه بې برخي دي هغه نه يواځې تل مايوسه اوخفه وي بلکې هغوي ته ژند کول خوند نه ورکوي.

دامعلومه خبره ده چې داولادنو په تربيه کې مور اوپلار ډېر رول لري. ورسته دمور اوپلار نه د کور نور مشران دي چې بايد دخپلو ماشومانو روزنې ته ډېر پام وکړي. لمړى ماشومانو بايد په کور ښه تربيه شي اوهغوي په کور کې په ښه اوبدو پوه شي، هغه ته دژوند اداب وروښودل شي، اوهمدارنګه دوي ته داسلام مقدس دين په اړه پوره معلومات ورکړل شي. او هغوي ته داسلام پنځه بناوې وروښودل شې هغوي ته کليمه، لمونځ او دقران کريم زده کړه ورکړل شي ورسته بايد دنور زده کړو زمينه ورته برابره کړي.

د اسلام په مبارک دين کې هم د داولاد په تربيه کې مور او پلار مسؤل دي. په ورځ دقيامت به داولاد د رزني او پالنې ترې پوښتنه کيږي. که چيرې دوي خپل اولاد سم او داسلام په لاره يې روان کړي وي، نو مور او پلار يې په ورځ دې قيامت د عذاب نه خلاص دي. او که خداى مه کړه خپل د خپل اولاد په روزنه کې يې غفلت کړى وي نو په ورځ دقيامت په خداى پاک به ترې حساب اخلې.

داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) فرمايلي دي. ترجمه : كله چې بنده مړه شي نو عمل يې بند يعنې قطع شي بغير له دريو شيانو نه.
۱

– صدقه جاريه ٢- علم ٣- نيک صالح اولاد: که چې پلورونه او ميندې د خپل اولاد په تربيه کې ټګي او غفلت ونه کړي او خپل اولاد داسلام مبارک دين په اصلولو برابر وروزي نو که دوي مړه شي نو که اولاد يې نيک عمل کوي نو ثواب يې به په دوي پسې رسيږي.‎

اوهمدارنګه رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ويلي دي! چې كه څوك خپل يو اولادپه بل اولاد ښه او بهتر ګڼي نو داحرام او ظلم دى. پلرونو او ميندو ته لازمه ده چې يو اولاد په بل اولاد بهتر ونه ګني او ټولو ته دي خپل اولاد په سترګه وګوري او فرق يې بايد ونه کړي.

نو په يوه اسلامي جامعه کې مور او پلار ته لازمه ده چې د خپل اولاد په روزنه کې د کوښښ وکړي، او هغوي دې خپل اولادونه داسې ورزي چې په اينده خپل اسلام مبارک دين او خپلې اسلامي جامعي ته خدمت وکړي او هغه که د زدکړو، ښو اخلاقو، اونيکو عمالو په واسطه وي.

زموږ په هېواد کې ډېر داسې پلرونه او ميندې ليدل کيږي چې دخپل اولاد روزنې ته هيڅ پام نه کوي. ددوي د خپلو ماشومانو د فعاليتونو او د زدرکړو نه ناخبره دي.

پلورنه اوميندې دهرڅه دمخه بايد خپلو اولادونو ته دديني زده کړو زمينه برابره کړي. هغوي ته بايد لمړى دقرانکريم او نور اسلامي علوم وروښودل شي او ورسته د نور زده کړو هڅه ورته وشي.

خو ډير داسي ماشومان دي چې دکورنۍ تربيه يې ښه، خو درس سره مينه نه لري. خو ځيني داسې ماشومان هم شته دي چې دکور تربيه يې خرابه خو د درس سره مينه لري. او په ښه توګه خپل درسونه لولي. خو ډېر ماشومان نه غواړي چې درس ووايې دوي د درس نه کرکه کوي ، او خپل ټول وخت په بې ځايه لوبو تيروي. نو داسو ماشومانو ته څه پکارده چې دوي خپلو درسونو ته وهڅول شي او په مينه خپل درسونه ووايې؟

د ماشومانو دې ستونزې ته بايد مور اوپلار پام وکړي. چې خپل ماشومان خپلو درسونو ته وهڅوي. دوي د کوښښ وکړي چې خپل ماشومان ته په سمه او نرمه ژبه توصيه وکړي. ځيني مور اوپلار دي چې ماشوم ته بد او رد واي او هميشه خپل اولادونه تهديد وي، او دوي نه غواړي چې ماشومان يې د دوي او د نورو مشرانو په وړاندې کومه ادبې خبره وکړي. دوي فکر کوي چې ماشومان به يې په پدې ډول ښه تربيه شي. خو داغلطه ده!

ډاکټران واي د مور، پلار او د نورو مشرانو دا رنګه کړنې (ماشومانو ته بده خبره ، تهديد اوهغوي ته وخت نه ورکول چې دمشرانو پر وړاندي ادبي خبره وکړي) دا ټول هغه مسايل دي، چې په ماشومانو بد اثر کوي. ماشومان خپل جرئت له لاسه ورکوي دوي خپل ورځنى ژوند په ښه توګه مخ ته نه سې وړي د درس، جامعي او محيط سره يې علاقه کميږي.

نو مور اوپلار بايد اولادونو ته سمه خبره وکړي. هغوي بايد په نرمه ژبه د بدو کارونو نه منع او ښو کارونو ته وهڅول شي، او هغه موراو پلار چې د خپلو ماشومانو لپار کوم کارونه کوي بايد خپلو ماشومانو سره مشويره وکړي، دمثال په توګه ماشومانو ته بوټ، جامې، درسي مواد، دلوبو د وسايلو په اخيسلو کې او په داسې نورو مسايلو کې بايد ورسره مشويره وشي. که چيري دهغوي نظر دمنلو وړ نه وو هغوي يې بايد رد نه کړي او ورته په داسې طريقه د مور اوپلار مشويره ورکړي چې دوي مايوسه نه شې چې زموږ نظر يې قبول نه کړ هغوي په ښه توګه قانع کړي او هغوي بايد نورهم تشويق شي.

اوهغه ماشومان چې د درس سره علاقه نلري نو بايد موراو پلار دوي لمړى يې په ستونزو ځانونه خبرکړي چې ولې يې ماشوم د درس سره علاقه نه لري، او دهغوي نه د درس د نه ويلو دليل وپوښتل شي. نو ورسته دې مور او پلار پدې غور وکړي چې څنګه يې ماشومان خپلو درسونو ته وهڅول شي او څنګه يې ستونزې حل کړي.

نو پدې وخت کې مور اوپلار د هغوي په نرمه ژبه او ورين تندي د هغوي ته وويل شي چې زويه دا ښه کار ندي چې درس نه لولې او ښونځى ته نه ځى ته بايد درس وواي چې په اينده کې انجنير يا داکټر شي نو په اينده کې به روښانه ژوند ولرې، ګوره دا کومو خلکو چې درس ويلي دي او هغه خلکو چې درس نه دي ويلي، د کومو خلکو ښه او آرامه ژوند دى که ته چيرته درس ونه واي نو دستا ژوند به د هغو خلکو په څير وي کومو خلکو چې درس نه دي ويلي.

خو که ته چيرته ښوونځي ته په وخت لاړي شي او ورسته د مکتب نه په کور کې درس وواې نو دتا به د انجينرانو او ډاکترانو په څير روښانه آرامه ژوند وي، اوهمدارنګه هغوي ته اطمنان ورکړل شي چې هر څه دې په کار وي موږ ته ووايه که قلم، کتابونه، کتابچې، اوداسي نور… موږ يې درته اخلو خو ته درس ووايه، چې په اينده کې ښه ژوند ولري.

ډېر ماشومانن د مور اوپلار څخه د لوبو د وسايلو او دپيسوغوښتنه کوي ماشومانوته بايد لوبو وسايل واخستل شي اوهغوي ته بايد لوبو زمينه برابره کړي ماشومان لوبو ته ضروت لري. لوبې د ماشومانولپاره سپورت دي او سپورت دهر انسان د صحت ته ګټه لرې او دماشومانو دصحت او د ذهن لپاره ګټوردي، خودومره نه چې دې درسه پري ووځي او خپل ټول وخت په لوبو تير کړي.

خو ډيره د پيسو ورکړه ماشومانوته زيان لري او دهغوي د بي تربې سبب کيږي. دوي اکثره وخت دپيسو نه بده استفاده اوبې ځايه يې مصرفوي،هغوي ته بايد دومره پيسې ورکړل شي چې خپل ستونزې پر حل کړي.

همدارنګه ځينې ماشومان د تلوزيون او راديو اورېدلو سره علاقه لري. د ماشومانو تلوزيون ليدل ګټه لري، ددوي دذهن د پرمختګ سبب کيږي او هغوي کټور مسايل ترې زده کوي. بد بختانه بايد ووايم چې اوس کوم تلوزينونه زموږ په هېواد کې فعاليت کوي، هغوي هيڅ دماشومانو لپاره کومي ګټوري خپرونې نه لرې ځکه ماشومانو ته بايد تعلمي، تفريحي او داسې خپرونې وي چې ماشومان څه ترې زده کړي. نه دا خارجې سريالونه اوسندرې دا نه يواځې زموږ دماشومانو په زيان دي بلکې زموږ د تولو هېواد والو دمبارک دين اوافغاني کلتور په زيان دي. ماشومانو ته بايد ډير وخت ورنه کړل شي چې خپل وخت تلوزيون ته په کتو بې ځايې کړي.

نو پکار ده چې مور او پلار د خپلو ماشومانو تربې ته ډيره پام وکړي. خپل ماشومان بايد تعقيب کړي چې ماشومان يې چې ښوونځي يا کورسونو ته ځي ايا دوي په وخت ځي په وخت بيرته کور ته راځي؟ همدارنګه مور پلار پدې ځان پوه کړي چې د خپلو ماشومانو دخلکو (ګونډيانو،ټولګېوالو،او دخپلو ملګرو) سره يې روابط څنګه دي.

مور اوپلار ته لازمه ده چې د خپلو ماشومان يې دښوونځي نه راشي ددوي نه هره ورځ

د درسونو پوښتنه وکړي که چيرې يې په خپلو درسونو کې کومه ستونزه نه لرله هغوي بايد تشويق شي. که چيرې يې په درس کې يې ستونزه لرله دهغوي ستونزې بايد حل سي. اوهمدارنګه بايد ورته وويل شي چې کوم درسونه يې چې په ښوونځى او يا نور ښونيز مرکزونو کې لولي هغه بايد په کور کې تکرار کړي ترڅو په خپلو درسونو کې پس پاتې نه شي.

په پښتو کې متل دي وايې(بې زحمته راحت نشته ). مور او پلار د خپلو اولادونو په روزنه او پالنه کې د ډېر کوښښ وکړي. خداى مه کړه چې په اينده کې خپل او لادونه د سر درد او د اوږو بار شي‎.