ليکنه

رحمت الله حکيمي

لیکنه حاصل مصدر دی ، چې لیکم یې فعل او لیکل یې فعلي نوم ( مصدر ) دی لیک ته منسوبه کلمه ده .

د لفظونو اوکلمو څخه جوړې جملې چې مفهوم ولري لیکنه بلل کیږي یا هغه جملې چې په خپل سیستماتیک جوړښت کې دلیکوال طرز تفکر له ځانه سره ولري لیکنه بلل کیږي ؛ نو لیکوال هغه څوک دی ، چې دجملو ساده اوبسیطه اوډونه وکړي تر څو لوستونکی ترې بشپړ مفهوم واخلي .

راځو دې ته چې دلیکوال ټول لیکل دده خپل وي ؟

زما په فکر نه ، ځکه دانسان په فطري ډول د داسې سیستماتیکو جملو جوړولو وړتیا نه لري که یې لرله نو بیا ولې موږ ژبه کسبي بولو نه فطري ؟ که یوماشوم دزیږدنې سره سم په خبرو پیل وکړي ، نو دا داانساني عادت خلاف کړنه ده چې دمعجزې نوم ورکوو نو داچې ژبه کسبي پدیده ده طبعي ده چې ویونکي به یي دنورو نه په تقلید سره خپل لفظونه او ویناوې جوړوي ، دغه دجوړونې او اوډنې خاص مهارت لرل دلیکوال ځانګړتیا ده ، چې دغه مهارت لرل بیاتر یوڅه بریده پورې فطري بلل کیږي ، د چې ځینې کسان یې په زیات اوځینې یې په کم عمر کې دغه ښکاره کوي .

که دلیکوال ټوله پنځونه فطري وګنل شي نو اړینه ده ، چې لیکوال ، نابغه اومخترع مترادفې کلمې وبولو خو داسې نه ده ، د انسان ارتقایي حالت دتقلید په نړۍ کې واقع دی .

علومو ته په کتوسره لیکنې توپیر لري ، ځینې علمي لیکنې دي چې لوستونکی دیوه استدلال له مخې قانع کوي ، ځیني بیاهنري لیکنې دي چې دلوستونکي دروني احساسات اوتاثرات راپاوري او په دغه اغیز سره لوستونکی دقناعت په پوله دروي مثلاً که ووایو چې دوه مالیکوله هایدروجن اویومالیکول اکسیجن چې ترکیب شي اوبه جوړیږي . که لوستونکی یا اوریدونکی یې راسره ونه مني سم دلاسه لابراتور ته مراجعه کوو په همغه مقدار هایدروجن او اکسیجن سره ګډو دحرارت ورکولو وروسته به معلومه شي چې اوبه جوړوي اوکه نه ؟ خو که یو هنرمند ادیب ووایي ، چې ((مور زما دزړه په وچه دښته دباران لومړی څاڅکی دی )) ددغې جملې سره که علمي قضاوت وشي ممکن لوستونکی یې راسره ونه مني ، چې مور ته وګوره او دباران څاڅکي ته ، خو پورتنی جمله دومره اثر او اغیز لري چې لوستونکی دلږ ځنډ وروسته قانع کړي ، چې واقعاً همدا مور ده ، چې تربیت ، پالنه اوروزنه مې کوي ، لکه څرنګه چې باران د وچې دښتي ابادي کوي ، زرغونوي یې نو همداسې مور دخپل بچي دروزنې چاره تر سره کوي ، چې لږ دردمن شي خپلې اوښکې دده په اننګو ورڅڅوي ، دمور دغه اوښکي دهغه دجوړښت او تقویې په غرض وي چې دخپل بچي دپاره یې په راتلونکې کې غواړي ، دلته دغه خبره ( چې دباران لومړی څاڅکی ) ډېره باریکه اونادره خیالي تومنه لري ،ځکه دباران دواوریدو په وخت کې لومړی څاڅکی په ګوته کول او په دښته راتویېدل دغه انځور راوړل واقعاسړي ته ټکان ورکوي .

راځم دلیکنې جوړښت او شکل ته ، دغه موضوع دخښتې اوقالب مثال لري ، که دغه تناسب په کې مرعات شوی نه وي یوازې دجملو ګډوله به وي دلیکنې نوم نه پرې اېښودل کیږي ، په پیل کې باید لیکوال دځانه وپوښتي څه لیکم ؟ څنګه یې لیکم ؟ په ذهن کې باید ددغو پوښتنو ځواب پیداکړي وروسته قلم راواخلي ، په لومړی پوښتنه کې دچاته یې لیکم ؟ پوښتنه هم پټه ده ، په لیکنه کې دغو پوښتنو ته ځوابونه موندل اړینه چار ه بلل کیږي .

لیکوال بایدپه پیل کې لیکنه دټول بشر دلارښوونې دپاره وکړي په لیکنه کې یې باید داسلام مبارک او نړیوال دین تر سیوري لاندې دهیومانیزم زړي موجود وي ورپسې باید دخپلو ټولنیزو ارزښتونو سره په تطابق لیکنه وکړي ، ځکه همدا ارزښتونه دي چې لیکنې ته ساه ورکوي ، دبېلګې په ډول که یوڅوک په خپله لیکنه کې وګړي دانجیل منسوخ شوي کتاب ته راوبولي ممکن په اوسنۍ پښتني ټولنه کې یې سر د دار په سر ووینئ یا که یوڅوک په خپله لیکنه کې دغربي موډ پتلون او نکتایي درواوالي فتوا ورکړي کیدای شي زموږ په ټولنه کې ورته دغربي اوسیکولریست نوم ورکړل شي .

لیکوال باید دلوستونکي سره مینه ولري ، چې دغه مینه یې دبې ځایه نرګیسیت څخه ژغوري ، هغه څه ولیکي چې لوستونکی یې مفهوم په اسانۍ سره واخلي ، ځکه دسختو اوپیچلو کلمو کارول به یوازې ده ته دومره ګټه ورسوي چې دګوتو په شمیر کسان به یې پوه اوعالم کس وبولي ، مګر که یوه لیکنه ساده او عام فهمه وي کیدای شي چې لوستونکی یې په عین وخت کې دمحتوا او شکل دوه اړخیز خوند وڅکي .

په لیکنه کې باید دکلمو ترمنځ ټینګ تړاو موجود وي هسې نه چې دسمې په بحث کې لوړ لوړ غرونه ودرو ، منځپانګې ته په کتلوسره بایدد جملو او الفاظوترمنځ تناسب مراعات شي