افغاني سرې میاشتې ټولنې د پکتیکا ولایت د زلزله ځپلو لپاره ۶۵کورونه جوړ کړل

‏‏د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې دپکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د تېرکال زلزله ځپلو لپاره ۶۵کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د سرې میاشتې د ټولنې په خبره، چې دغه کورونه د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په مالي لګښت رغول شوي دي.