اکشي کمار ولې کرینه کپور ته ویلي ول چې له سیف علي خان لېرې اوسه؟

د بالیووډ وتلې ستورې کرینه کپور څرګنده کړې، چې له واده مخکې اکشې کمار، سیف علي خان وېرولی و، چې هغه یوه خطرناکه نجلۍ ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، کرینه کپور د هندي لیکوالې ټوینکل کهنه پر یوټیوب چینل خپله مرکه ثبت کړې، چې په ترڅ کې یې په زړه پورې پوښتنو ته ځوابونه ویلي، دې اداکارې د خپل خاوند سیف علي خان او اکشی کمار په اړه هم داسې څه ویلي، چې تر اوسه هېڅوک پرې خبر نه دي.

کرینه کپور وايي، په ۲۰۰۸ کال کې د (تیشین) فلم د شوټینګ پر مهال اکشی پوه شو چې زه او سیف د یو بل لپاره ژور احساس لرو. چې بیا اکشي، سیف اړخ ته کړ او ورته یې وویل، چې په غور یې واوره، کرینه د خطرناکې کورنۍ خطرناکه انجلۍ ده.

اداکارې وویل، چې اکشي کمار زما میړه وډار کړ او ورته یې وویل چې ته په غلطه لار روان یې، په ځواب کې سیف وویل نه، نه، زه پوهیږم چې څنګه وکړم.

د ویلو ده چې د بالیووډ ښکلې جوړه کرینه کپور او سیف علي خان په ۲۰۱۲ کال کې واده وکړ، چې اوس دوه زامن تیمور علي خان او جهانګیر علي خان لري.