اخلاق د امام غزالي له نظره

ژباړه او زیاتونه:پوهنمل مومنه درانۍ

سريزه

ټولنيز ژوند له موږ څخه دا غواړي، چې د ټولنې هر فرد کولای شي، د قوي ارادې، دوامداره رياضت، هڅې او عادت په ترسره کولو سره خپل نفس، حرص او شهواتو څخه صفا کړي، د صداقت او سخاوت په درلودلو سره د عالي افکارو خاوندان شي، د اخلاقي ذوق له لارې د نورو انسانانو په وړاندې د همدردۍ احساس پيدا کړي، ترڅو په ټولنيز نظام کې سمون او پايښت رامنځته شي.

موږ د انساني او اخلاقي جذبې په مرسته کولای شو، په ټولنيز ژوند کې د نورو انسانانو توجه ځانته راواړوو او په زړونو باندې يې تسلط پيدا کړو، ښه اخلاق ښه خويونه، حُسن او جمال د همدې لپاره دي، چې په انسان کې د لورېينې او پېرزوينې احساس پيدا کړي، ژبه يې په رښتيا ويلو او د حق په بيانولو کې عادت کړي، له خپلو زړونو څخه شيطاني صفات لرې کړي، د استاد ګل پاچا الفت له وينا سره سم ويلای شو، په کومه ټولنه کې چې عالي افکار او اخلاق موجود نه وي، هلته شهوت، درواغ ويل او د حق پټول رواج پيدا کوي، د خير او صلاح مينه او محبت له زړونو څخه وځي، په انساني شعور او ادراک کې تغير راځي، استقامت او حقانيت په انسانانو کې له منځه ځي، تقوا او عفت چې انسان له هلاکت او رذالت څخه ساتي ضايع کېږي، افراط او تفريط د عدالت او مساواتو ځای نيسي.

نو له همدې وجې د ټولو هغو مشرانو څخه چې د عالي افکارو خاوندان دي، غوښتنه کېږي، چې عالي اخلاق او افکار په ټولنيز ژوند کې مروج او لوړ وساتي او له محو کېدو څخه يې وژغوري.

مومنه دُرانۍ

بسم الله الرحمن الرحيم

اخلاق

حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

[بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الْأَخْلَاقِ]

ژباړه:زه د دې لپاره رالېږل شوی يم ترڅو خلکوته نيک اخلاق پوره کړم.

يو عالم فرمايي: يو انسان تر هغه چې په خپل شته موقف کې ځان پيدا نه کړي، يعنې داسې چې خپل موقف په خپله ټولنه کې ونه پېژني، د داسې اشخاصو په ډله کې حسابېږي، چې اخلاق او کړه وړه يې ضعيفه او ناچيزه وي.

( د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې وايي: چاچې ځان وپېژنده نو په حقیقت کې یې خپل رب وپېژندنه) یعنې ځانپېژندنه د اخلاقي کړو وړو لپاره مهم دی) ژباړنه

هو؛ د ښو اخلاقو خاوندان د خپلې ټولنې د روح حيثيت لري، ځکه په دې برخه کې داسې ويل شوې دي: په يو هېواد کې دننه د هغه هېواد عوايدو او لاسته راوړنو د استحکاماتو د مجموعې زياتوالی او بنيادي اساسونه، چې له ښکلو ودانيو او ماڼيو څخه عبارت دي، د هغه هېواد د پرمختګ او نېکمرغۍ سبب نه شي ګرځېدلای، بلکې د هغه هېواد د هوساينې، پرمختګ او نېکمرغۍ يواځېنی عامل هغه په ښو اخلاقو روزل شوي او د علم او کمال لوړو پوړيو ته رسېدلي انسانان دي، چې د هغه هېواد رښتينی، حقيقي ځواک او قدرت جوړوي.( د انسان صورت او کالبت یې ساختمان دی او سیرت یې معنا ده، د هر انسان فزیکي بیروني جوړښت له بوی ناکې خټې جوړ شوی دی. ښه روح دی چې انسان ته یې بهتري ورکړې ده او ښه اخلاق د ښه روح نماینده ګي کوي، نو له همدې امله د روح جوړول د ښو کارونو د تر سره کولو لپاره مهم دی) ژباړنه

اخلاق په نننۍ نړۍ کې هغه تر ټولو ستره او محرکه قوه ده، چې کولای شي انساني طبيعت د خپلو څرګندونو له مخې د علم او کمال د لوړو او عالي پوړيو په چوکاټ کې نورو ته څرګند او واضح کړي، ځکه اخلاق د حقيقي انسانيت يو ډول پېژندونکی عامل ګڼلی شو، په دې معنی هغه ډول کسان چې په ټولنه کې د نورو افرادو څخه توپير لري او په لوړو پوړيو او رتبو کې دي، له نورو عادي وګړو څخه يې توپير موجود وي، دغه ډول کسان عبارت له هغو کسانو څخه دي، چې کولای شي د خپلو صحيحو او سالمو کړو وړو په نتيجه کې د نورو اشخاصو درناوی او احترام ځان ته راواړوي، حتی داسې هم ممکن وي چې د دغو مثبتو اعمالو په نتيجه د هغو د منلو وړ وګرځي، په هغوی اعتماد وکړي، حتی په ځېنو مواردو کې يې له کړو وړو څخه تقليد هم وکړي، ځکه دا ډول ښېګڼې د هغو په وجود پورې اړه لري.

په دې نړۍ کې که چېرته موږ په هرڅه کې ښکلا او ښېګڼه په نظر کې ونيسو، دا ډول د هغوی له وجود څخه سرچينه اخلي او د هغوی د وجود په شتون پورې اړه لري، که چېرته دوی په دې دنيا کې ونه اوسېږي، دا نړۍ به د ژوند او زندګۍ لپاره مساعده نه وي.

دا ډول کسان يو خو د خپل استعداد او نبوغ له وجهې د نورو د ستاينې وړ ګرځېدلي، د هغوی اخلاق، درناوی او تعظيم يې ځانته اړولی، د دې ترڅنګ د دغه ډول درناوي او اخلاقو اصلي او اساسي سببونه يې په لومړي کتار کې د هغو د فکر او افکارو او په دويم کتار کې د هغوی د زړه د ځواک اثرات جوړوي، دا بايد جوته کړو، چې د اشخاصو د فکري قوت ترڅنګ هغه ځواک چې د انسان د ژوندانه په جريان کې د هغه په ژوند باندې حکومت کوي او د شخص ټولې چارې اداره کوي، زړه دی، نو په دې اساس ټولنيز ژوند کې نابغه او با استعداده شخصيتونه د عقل او فکر منزلت لري او د اخلاقو د صاحبانو منزلت او لوړوالی د هغو په روح او وجدان کې موجود دی، د نوابغو شخصيتونو په وړاندې خلک له ستاينې او درناوي څخه کار اخلي او د هغوی ستاينه کوي، مګر د با اخلاقو او د ښو اعمالو شخصيتونو د اعمالو او کړو وړو په وړاندې تقليد کوي، پند ورځېنې اخلي او له هغو څخه پيروي کوي.

حضرت امام غزالي رحمه الله په ۴۵۰ هجري قمري کال، چې له ۱۰۵۸ زېږديز سره سمون خوري، په داسې يوه سيمه کې سترګې نړۍ ته پرانستلې، چې د فارسي ژبې ستر شاعر او ليکوال فردوسي هلته روزنه او پالنه موندلې وه او په ۵۰۵ هجري قمري کال چې د زېږديز کال له ۱۱۱۱ سره سمون خوري په نوموړي ځای کې يې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د امام غزالي د ژوندانه عصر د علم، پوهې او حکمت يو داسې ځلېدونکی عصر و، چې په دغه دوره کې ادبياتو د نورو علومو ترڅنګ په بشپړه توګه د پرمختګ په حال کې و، داسې چې د ده په دغه پېر کې د شاو خوا سيمو څخه يو زيات شمېر عالمانو او پوهانو خپلې څېړنې د علومو د بېلا بېلو برخو، لکه: د ښوونې او روزنې، تاليف، تصنيف او د رسالو په ليکلو او څېړلو لاس پورې کړل، د زيات مهارت او چمتووالي په لرلو سره يې د دغه ډول علومو د ليکلو او خپرولو کار پيل کړ.

نوموړی د اسلام د مقدس دين د هغو پوهو او عالمو شخصيتونو له ډلې څخه داسې يوه څېره ده، چې د خپلو ليکلو پاتې شويو آثارو په ذريعه يې موږ ته هغه ډول آثار په يادګار پرېيښي دي، چې په دری او عربي ژبو ليکل شوې دي، لکه کتابونه او تاليفات يې، غزالي د دغو تاليفاتو له لارې د معارف د ښوونې او روزنې د بېلا بېلو څانګو لپاره خپلې څرګندونې او فکري مجموعې نړيوالو ته وړاندې کړي او دی په دې باندې توانېدلی دی، چې په دغه برخه کې د دغو علومو ښېګڼې نورو ته وړاندې او له دې لارې هغوی شتمن کړي.

له نېکه مرغه د غزالي غالب او زړه راښکونکي آثار تراوسه هم شته، په دې معنی چې په نړۍ کې به داسې ستر کتابتون نه وي موجود، چې د هغه يو يا دوه اثره په کې نه وي، په همدې پار د اسلام د مقدس دين عالمانو ده ته د سيد المصنفين لقب ورکړی دی او د آثارو او تاليفاتو په برخه کې يې د پوهانو ډول ډول نظرونه موجود دي، داسې چې يوه ډله څېړونکي په دې اند دي، چې د امام غزالي د آثارو او تاليفاتو مجموعه دومره شتمنه ده، چې ليکل يې د نوموړي د ژوندانه په ټول جريان پورې اړوندېږي، يعنې د خپل عمر د ژوندانه په هره ورځ يې څلور جزوه د کتاب برخه ليکلې ده او تاليف کړې ده.

انس رضي الله عنه له پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي: يو بنده د خپل نېک حسن او اخلاقو په مرسته کولای شي د آخرت لوړې پوړۍ ترلاسه او عاليترينه ځای به يې په برخه وي، که چېرته دی په خپل عبادت کې ضعيفه هم وي.

له عمر رضي الله عنه څخه روايت دی، يو ځل مې له پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه د هغه حضور ته د تللو اجازه واخېسته، په داسې حال کې چې د مبارک څنګ ته يو شمېر قريشي مېرمنې وې، چې له هغه سره يې خبرې کولې، بې ځايه په لوړ آواز غږېدلې، عمر رضي الله عنه وايي: کله چې ما د ننوتلو اجازه وغوښته، نوموړو ښځو خپل مخونه پټ کړل، ترڅو خپل ځانونه له ما څخه پټ کړي، کله چې وردننه شوم، حضرت مبارک موسکی شو، ما هغه څخه د دغه موسکا پوښتنه وکړه، مبارک وفرمايل: زه دې ښځو ته حيران يم، کله چې يې ستا آواز واورېد، خپل ځانونه يې پټ کړل، ما وويل، ای د خدای پيغمبره! ته نسبت موږ ته د درناوي وړ يې، له تا نه بايد حيا ولري، وروسته مې ښځو ته وويل: ای د خپل ځان دښمنانو، ايا تاسو له ما څخه حيا کوئ او له پيغمبر مبارک صلی الله عليه وسلم څخه حيا نه کوئ، هغوی وويل: هو ته د پيغمبر صلی الله عليه وسلم پر وړاندې لږ څه ټينګ او ځېږ خوی لرې، په دغه ترڅ کې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بس کړه ای د خطاب زويه! قسم په هغه چا چې زما نفس او روح د هغه په قبضه کې دی، هر وخت چې شيطان ستا مخې ته راشي او له تا سره مخامخ شي، نو خپله لاره بدلوي او لار درته پرېږي.

په يو بل ځای کې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: بد او ناوړه اخلاق د هغه نه بښونکې ګناه په څېر ده، چې بنده د هغه ګناه په سبب دوزخ ته ننوځي.

د لقمان حکيم زوی خپل پلار ته وويل: د انسان کوم خوی او خصلت لوړ او بهتر دی، وويل: دين، ځواب ورکړ، که چېرته دوه وي، ويې ويل: دين او مال، ويې پوښتل، که چېرته درې وي، ويې ويل: دين، مال او حياء، پوښتنه يې وکړه، که چېرته څلور وي، ويې ويل: دين، مال، حيا او حسن د اخلاقو، ويې پوښتل که چېرته پنځه وي، ويې ويل: دين، مال، حيا، حسن د اخلاقو او نېکمرغي، بيا يې هم وپوښتل که چېرته شپږ وي، ويې ويل: زما زويه، که چېرته دا پنځه خصلته په يوه شخص کې راټول شي، هغه به پرهېزګار، سپېڅلی او د الله تعالی دوست وي، چې له شيطانه به بېزاره وي.

د دغه اثر ژباړه چې د فاضل او عالم ښاغلي فضل من الله فضلي له خوا ترسره شوې، په داسې يو وخت او زمان کې د دې ډول علومو د موشګافو اشخاصو لپاره د دې اثر لوستل اړين ګڼو، په داسې حال کې چې زموږ دغه نننۍ نړۍ په تېره بيا شاوخوا چاپېريال مو له فسق و فساد ډک وي، داسې چې فتنو، خيالونو، وهمونو، هوسونو او د ژوندانه تياره ګوټونو مو له فکر، پوهې، عقل او هنر روښنايي سره تړاو خوړلی شوي او د جنګ او جګړې په حالت کې شتون لري.

دا بايد په ګوته کړم، چې په ټولنه کې د دغه ډول ليکل شويو آثارو خوندي ساتل اړين دي، ځکه د ستونزو په له منځه وړلو کې ستر اهميت او اند نسبت لرلای شي، نو له دې وجې دا ډول آثار په دغو برخو کې غنيمت ګڼو.

په درناوي