ازموینه او نقل

لیکوال: ښویالی محمدشفیق شرفزی

داچې د ازموینې ورځې په رارسېدو دي، نو هرې ادارې د ازموینې د ښه ترسره کېدو لپاره تدابیر نیولي او ګرانو ښوونکو به هم ورته سوالونه ترتیب کړي وي، خو تر ټولو د بحث وړ مسئله د ازموینې په جریان کې د نقل کولو مسئله ده، چې باید جدي ونیول شي.

د ازموینې اصلي موخه د زده کړیالانو او زده کوونکو د صلاحیتونو، وړتیاوو او د پوهې د کچې معلومول وي، او دا د زده کړیال او زده کوونکي د ټول کال د خواریو او محنتونو د ثمرې د حاصل وخت وي، مګر له بده مرغه د نقل شومه پدیده ده چې نه یواځې د زده کړیالانو استعدادونه مسماروي بلکه د هغه زده کړیالانو چې تل درس لولي او خوارې کوي د هغوی زحمتونه هم په اوبو لاهو کوي.

په نقل روږدي کېدل:

په تاسف سره باید ووایم چې زموږ د اوسني تعلیمي نظام کیفیت د نقل له وجهې په یو آفت بدل شوی دی، دښوونځیو زده کوونکي او د لوړو زده کړو زده کړیالان په نقل داسې روږدي شوي، چې یا خو هیڅ د ازموینې لپاره مطالعه نه کوي او که څوک یې کوي هم نو د ازموینې په ورځ چې په پارچه کې کوم سوال یې زده هم وي یوځل نقل ته مراجعه کوي او دا د نقل له وجهې چې دوی په خپل فکر او مطالعې باور له لاسه ورکړی.

الکتونیکي وسایلو باندې تکیه:

اوسني عصر کې د نقل کولو لپاره ډېر تخنیکونه پېدا شوي، چې یو یې د تلیفون له طریقه نقل کول دي چې نن سبا ډېر رواج شوی دی، هر رنګه تلیفون کې نقل کېدل ممکن دي. یوه ورځ د ازموینې په صحنه کې د یو محصل له خوا نه تېریدم، چې د مسج غږ مې تر غوږ شو، ودرېدم او د چا له مبایله چې مې غږ وارېدو خوا کې یې کښیناستم او ترې مې وپوښتل…. (مبایل دی درسره؟) هلک وارخطا شو هو….. نه، نه…. څو ځلي له داسې ویلو وروسته مې لاس کړ او مبایل مې ترې واخست له اخستلو سره سم یو بل مسج راغی ما زده کوونکي ته وویل، چې د مبایل لاک خلاص کړي. کله یې چې مبایل خلاص کړ نو د (وټس اپ) په مینو کې څو تصویرونه چې د ازموینې مربوط وو ولیدل شول، چې پکې د مربوطه سوالونو ځوابونه وو ما وویل چې دا څه دي؟؟؟ نو سر یې ټیټ واچوو او لاندې ځمکې ته یې کتل له شرمه له څه ویلو معذوره شو، بلاخره ما هغه ټول تصویرونه ډلیټ کړل او مبایل مې د نګران په حواله کړ او پارچه مې ورته په سور خط چلیپا کړه. بله داچې زموږ ټولنه یوه اسلامي او سنتي ټولنه ده نو اناث زده کړیالان او زده کوونکي هم د دې موقع څخه ښه په درست شکل ګټه اخلي. هغوی د مبایل له ګوشکونو نه په ښه شان سره استفاده کوي، په غوږونو کې ګوشکي کېږدي او پوړنی پرې راښکته کړي چې هېڅ نه پېژندل کېږي، په دې شکل سره خپله پارچه حلوي او له ښوونکي ښې ډبلې نمرې اخلي.

د نقل ثمره:

نقل کول که څه هم سمدواره ګټه در رسوي خو په حقیقت کې دائمي نقصان دی. تل داسې خبرونه اورو چې میلیونونه پېسې مصرف شوې خو پُل له جوړېدو او له افتتاح مخکې بېرته په ځمکه پریوت. د ډېرو ډاکترانو د معالجې په نتیجه کې ډېری مریضان د مرګ کندې ته ولوېدل. د غیر مسلکي او بېسواده معلم له وجهې زموږ نسل بېسواده ستر شو او د بې علمه شیخانو له لاسه د دین او اسلام سپېڅلی تصویر مخ په تتېدو دی.

په نقل ګمارل شوي اشخاص:

په نقل بریالي شوي او حقیقي نا لوستي دیپلوم لرونکي په اوس وخت کې زښت ډېر دي او په ښو پوستونو هم کار کوي، چې ددغه کټګورۍ لرونکي اشخاص ټولنې ته له تاوان نه پرته بل هېڅ نه شي ورکولی. دوی ته په اصل کې د تعلیم قدر هم نه وي معلوم او په ارزښت یې هم نه پوهېږي ځکه چې دوی د زده کړې پر وخت خپل وخت په عبسیاتو تېرکړې او ازموینې لپاره یې شپه پرځان نه ده سبا کړې.

نقال چې د نقل له طریقه کومه ډیګري ترلاسه کړې نو هغه دده په ژوند کې کوم تغیر نه شي راوستلای نو ځکه هغه ډیګري ورته هم کوم ارزښت نه لري. په نقل کولو سره موږ ممتحن ته د ساده فکر کوو خو په حقیقت کې خپله نقل کوونکی بی وقوف او ساده وي، ځکه په نقل خو ته بریالی شوې خو په عملي میدان کې به بیا څه کوې.

اشد ضرورت:

په ښوونځېو کې هغه تعداد زده کوونکي، چې خواریکښ دي او تل خپل درسونه په ښه شان سره لولي، هغوی بیدون له کوم نقل کولو ځانونه بریالي کوي او همدا سبب دی، چې په عملي ژوند کې هم بریالي وي، خو هغه تعداد زده کوونکي چې خپل ځانونه په نقل بریالي کوي او یا واسطه او واسطه بازي کوي نو هغوی بیا په عملي ژوند کې هم د دغه رنګه کړنو څخه کار اخلي او خپل ژوند پرمخ بیایي.

موږ ته له دې بل غټ شرم نه شته، چې یو څوک ووایې فلاني سره سند په لاس کې شته خو قابلیت ورسره نشته، فلانکی ډاکتر دی خو په هیڅ خبر نه دی، فلانکی معلم دی خو په خپله املا او انشاء هم نه پوهېږي، فلانکی وکیل دی خو د وکالت په مانا نه پوهېږي…..

نن دې خبرې ته اشد ضرورت دی، چې ټولنه له دې بهرانه او له دې عظیمې لعنتي پديدې نه را وباسو او نجات ورته ورکړو، ټولنه اګاه کړو ترڅو خپل بچي د فیس بوک، تلویزوني عبس سریالونو او فلمونو څخه وژغورو، د نقل کولو اسباب یې پېدا کړو او د حل لارې ورته ولټوو او خپلو درسونو ته یې سوق کړو. د تعلیمي ادارو مشران او محترم ښوونکي باید هم دغه حساسیت ته ځیر شي او سمدواره لاس په کار شي او خپل راتلونکی نسل په سمه لاره رهنمایي کړي.

بل سبب د ازموینې عمله او د ازموینې کمېټه ده، چې ددوی د بې تفاوتۍ له وجهې هم زده کوونکي په نقل روږدي کېږي.  که چېرې د ازموینې ممتحن او ممئز په درست شکل سره د ازموینې نظارت وکړي او بېدون له کوم امتیاز څخه حق حقدار ته وسپاري، نو د نقل دغه شومه پدیده به له دې ځایه د تل لپاره کډه وکړي

په یاد ولرئ! نقل یو لعنتي پدیده ده، نقل یو حق تلفي ده، نقل د مستحق په حق غاصبه او قبضه ده، نقل شرعاً او اخلاقاً ناروا عمل دی، فلهذا د ټولو تعلیمي اداروه نه مې دا خواست دی چې د دې شومې پدیدې مخه ونیسئ او خپل مستقبل او راتلونکی د حلاکت له کندو وژغورئ.