اسیا پراختیايي بانک وایې، له افغانستان سره د نویو مرستو ستراتيژي جوړېږي

د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د نويو مرستو ستراتېژي جوړوي چې له مخې يې د افغانستان پر اړتياوو، عامه او خصوصي ګډون تمرکز زياتېږي.

د اسيا پراختيايي بانک مرستيال وينکاي زنګ تیره ورځ په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ليدنه کې له افغانستان سره د دغه بانک د مرستو په اړه بحث او خبرې کړې دي. د اسيا پراختيايي بانک خبرپاڼې د دغه بانک د مرستيال په حواله ويلي چې نوموړي بانک په خپله نوې ستراتيژۍ کې، په افغانستان کې د پروژو د عملي کېدو لپاره د خصوصي برخې او خلکو د ګډون ترڅنګ نوي ميکانيزمونه په پام کې نيولي دي. نوموړي زياته کړه چې د دغه بانک مرستې به د بنسټيزو پروژو، سړکونو، ريل پټلۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، کرنې، د اوبو مديريت او طبيعي زېرمو مديريت په برخو کې وي. د اسيا پراختيايي بانک مرستيال ويلي چې افغان حکومت په دوو وروستيو کلونو کې د هغو پروژو په تطبيق کې د پام وړ پرمختګونه کړي چې د ياد شوي بانګ له خوا تمويلېږي.