افغانان باعزته او تلپاتې سوله غواړي

په افغانستان کی ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل چی د امریکا، ناټو او طالبانو تر منځ د افغان سولې په اړه د دې زمینه برابره شوې ، چی په نږدې راتلونکي کې امریکا له طالبانو سره د نړیوالو ځواکونو په حضور کې د سولې خبرې شروع کړي . ایا په ریښتیا هم امریکا له طالبانو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي ؟ ایا د دې زمینه برابره شوې ده چې امریکا دې له طالبانو سره د افغان حکومت له مداخلې پرته د سولې خبرو ته کښېني ؟

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن په کندهار کې د دوشنبې په ورځ افغان مامورینو او د قبایلي مشرانو یوې غونډې ته وویل چې د دولت وسله وال مخالفین (طالبان) به بلاخره دا احساس کړي چې په افغانستان کې جګړه د حل لار نده او مونږ باید له افغان حکومت سره سوله وکړو او زیاته کړې یې وه چې ( زمونږ خارجه وزیر ښاغلی پمپیو ویلي امریکا د طالبانو سره خبرو ته او د نړیوالو ځواکونو په رول غور کولو ته تیاره ده) خو رسنیو دغه خبر په دې ډول راخیستی و چې (د طالبانو سره نېغ په نېغ خبرو ته تیار یوو). بل لور ته نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ډیپلوماتانو ته ویلي چې د افغان طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیل لپاره اقدامات وکړي .

په همدې هدف د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاندې او د ناټو ځواکونو عمومي قومندان دا راپورونه رد کړي او په همدې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي (امریکا د افغان حکومت سره په دغه هیواد کې د سولې پروسې د پرمختګ لپاره ټولې لارې ګوري او د افغانستان سیاسي راتلونکي په اړه خبرې اترې به د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ کېږي). امریکا او نړیوال ځواکونو تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې جګړه د افغانانو تر منځ ده او باید سوله هم له افغانانو سره وشي مونږ به د سولې په برخه کې یواځې د نظارت کوونکی رول لوبو او مشري به یې د افغان حکومت په واک کې وي .

جوړې لپاره جوړه شوې ده) ، د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وایي چې (موږ د هر هغه اقدام ملاتړ کوو چې د همکارۍ په کچه وي او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو امکانات برابر کړي) خو د سولې عالي شورا ویاند یادونه کړې چې هر هیواد کولای شي له طالبانو سره اړیکه ونیسي او هغوی د سولې مذاکراتو ته وهڅوي ، خو د سولې مذاکرات به د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو تر منځ وي .

په قطر کی د طالبانو د مرکز یوه غړي ویلي چې طالبان د دې انتظار کوي چې په رسمي توګه د امریکا له لوري د افغان سولې د خبرو اعلان وشي تر څو په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي خو د طالبانو رسمي ویاندویانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي ، خو وسله والو طالبانو له دې وړاندې امریکا تل د خبرو لوری بولي او وایي چې مونږ له امریکا سره خبرو کولو ته چمتو یوو.

د اسلامی حزب مشر ګلبدین حکمتیار په یوې خبري غونډه کې د دولت له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چی له امریکا سره د خبرو پر ځای باید بین الافغانی خبرو ته ترجیح ورکړي ځکه چې د طالبانو عزت له افغانانو سره په خبرو کې دی.، که مونږ د جګړې ډګر ته وګورو نو د خارجي ځواکونو پر ځای افغانان پکې ډېر وژل کېږي ځکه دواړه لوري (حکومت او وسله وال طالبان) افغانان دي او افغانان پکې وژل کېږي نو د همدې له وجې باید طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړی او بین الافغان مذاکراتو ته ترجیع ورکړي ،

افغانان یوازې او یوازې سوله غواړي، باعزته سوله، پایداره سوله او تلپاتې سوله، داسې سوله چې د دوی ژوند او د وطن عزت په کې خوندي وي.

ګل رحمن رحماني