افغانان یو له بل سره د ګډ ژوند تېرولو او ورور ولۍ یو سمبول دی

دغه څرګندونې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن کابل کې د علماو په هغه غونډه کې وکړه، چې نږدې درې زره علماوو پکې ګډون کړی وو

سرور دانش دوګړو ترمنځ مذهبي اختلافاتو ته په اشارې سره وویل چې، د سني او شیعه مذهب تر منځ په ډیرو کمو مواردو کې اختلافات شته او دا اختلافات باید د هېواد والو تر منځ د خپل منځي جګړو سبب نشي

دانش زیاته کړه چې دافغانان یو له بل سره د ګډ ژوند تیرولو یو سمبول دی او دا ویاړ باید وساتل شي.