افغانستان او ایرلینډ نن خپله دویمه لوبه کوي

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه پنځوس اوریزه لوبه نن ترسره کېږي.

ټاکل شوې دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین په دوه بجو او ۱۵ دقیقو پېل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه لوبې پلان شوې، چې لومړۍ لوبه یې ایرلینډ لوبډلې د ۷۲ منډو په غټ توپیر وګټله.

دا سیالۍ د ایرلینډ په کوربه توب په بلفاسټ لوبغاي کې کېږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ۲۶ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره شوي، چې ۱۳ ایرلینډ او ۱۲ لوبې افغانستان ګټلي او یوه لوبه یې بې پایلې شوې ده.

که نننۍ لوبه افغانستان وګټي سیریز به یو په یو مساوي؛ خو که ایرلینډ یې وګټي نو لوب لړۍ به هم په خپل نوم کړي.

خبریال: نصرت الله عمرزی