افغانستان او چین دوه اړخیزو اړیکو ته پراختیا ورکوي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان له پاره د چین ولسي جمهوریت له نوي سفیر لیو جین سونګ سره کتلي دي.د ملي امنیت سلاکار د چین سفیر ته د هرکلي د ویلو ترڅنګ په نوي ورسپارل شوي دنده کې د بریالیتوب هیله کړې ده.

اتمر د چین له نوي سفیر سره په خبرو کې وویل، په سیمه کې د ګډ دښمن د ځپلو له پاره د مشترکې ستراتیژۍ د رامنځته کیدو اړتیا ده او له چین څخه یې وغوښتل، ترڅو له ترهګرۍ سره صادقانه مبارزې او همکاریو له پاره پاکستان وهڅو وي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، چې افغانستان لیوالتیا لري، ترڅو د یوې لارې او یو کمربند پروژې برخه و ګرځي او له چین سره یې د څو بعدي اړیکو پر عملي کیدو ټینګار وکړ. اتمر د سولې د پروسې په اړه وویل، چې د افغانستان حکومت یوازې له افغان طالبانو سره د سولې او مذاکراتو له پاره چمتو دی او هغه بهرني ترهګر به له منځه یوسي، چې د افغانستان دخلکو او دسیمې د هېوادونو په وړاندې ناوړه موخې لري. د افغانستان له پاره د چین نوي سفیر لیو جینسونګ وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د هدفمندې ملګرتیا او همکاریونو له پاره چمتو دی او دا مهال یې په بیلابیلو برخو کې د اقتصادي پانګونو په موخه څیړنه پیل کړې ده. جینسونګ د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو ناستو دوام ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې هېواد به یې هڅه وکړي، چې پاکستان له افغانستان سره ریښتوني همکاری ته چمتو کړي. په پای کې دواړو لورو د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ د عملي چارو پر بیلابیلو برخو یې خبرې وکړې.