افغانستان د جوجېتسو په اسيايي سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه

د جوجېستو اسیایي سیالۍ د منګولیا په اولانباتور ښار کې ترسره شې.

په دغو سیالیو کې ملي لوبغاړي حسېن بخش صفري يو د سرو زرو او يو د برونزو مډال وګاټه.

د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا لوبې د جولای له ۱۴ ترې ۱۹ ترسره شوې او د صفري ترڅنګ پکې وحيد الله نثاري دوه د برونزو مډالونه او علي صابري او نصيراحمد يو- يو د برونزو مډال وګاټه.

د بدني روزنې ریاست زیاتوي افغان لوبډلې په دې لوبو کې د ۷ لوبغاړو، يو روزونکي او يو پلاوي سره ګډون کړی و.

لوبو کې د افغانستان په شمول ۲۳ اسيایي هېوادونو برخه درلوده.

د دې لوبو درېم پړاو په ۲۰۱۷ ز کال کې د ازبکستان په عشق اباد کې ترسره شوی و چې افغانستان پکې ګډون درلود خو مډال يې نه و ګټلی.

نصرت الله عمرزی