د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې یوازې تېر کال څه باندې درې زره ښځې د سینې په سرطان اخته وې چې اوولس سوه یې مړې شوې.
د پوهاوي ټیټه کچه، محدود امکانات، د باکیفیته درملو نه موجودیت او نور هغه لاملونه دي په هېواد کې یې د سرطان ناروغي زیاته کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه د سینې د سرطان د پوهاوي پروګرام پېل کړ.