د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځینۍ لوبه سبا ترسره کیږي.
ټاکل شوې دا لوبه د سهار په اتو بجو پېل شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه یې افغان لوبډلې د لس ویکټو په شتون کې په غټ توپیر سره ګټلې وه.
له دې وړاندې یې د دوه څلور ورځینو لوبو لړۍ هم ترسره کړه، چې یوه یې افغان لوبډلې ګټلې وه او یوه یې مساوي شوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ اوس د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ روانه؛ دا سیالۍ په بنګله دېش کې ترسره کیږي.