افغان حکومت د پوتین د پرونیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی

افغان حکومت د ولسمشر ولادمیر پوتین د هغو څرګندونو په ځواب کې چې وايي، په افغانستان کې امنیتي ګواښونه په زیاتېدو دي، غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې افغانستان د ترورېزم پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.
د افغانستان په شمال کې د ترورېستي ډلو د فعالیتونو پر زیاتېدو د روسیې د ولسمشر له خوا د اندېښنو له څرګندولو وروسته، افغان حکومت وايي چې افغانستان د ترورېزم پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، په دې برخه کې مسؤلانه عمل کوي او له نورو هېوادونو څخه هم د مسؤلانه چلند تمه لري. مسکو چې له افغان طالبانو سره په همکارۍ تورن دی، په وار وار په افغانستان کې د طالبانو د سیالې ډلې داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او پرون پنجشنبه ولسمشر ولادمیر پوتین په افغانستان کې د امریکا او روسیې ګډ کار ته چمتووالی وښود. ولسمشر پوتین په خپله کلنۍ خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې امنیتي ګواښونه په زیاتېدو دي او مسکو له افغان حکومت سره مرستې ته چمتو دی، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي پرته له دې چې د روسیې نوم واخلي، له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې ټولې اړیکې د ډلو نه، بلکې د دولت په کچه ټینګې کړي.