افغان ځوانانو کرکټ لوبډلې د خپلواکۍ جام لوبه وګټله

د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخېستو سلمې کلیزې په ویاړ کابل نړیوال لوبغالي کې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو ترمنځ د خپلواکۍ جام شل اوریزه لوبه ترسره شوه.

افغان ځوانانو لوبډلې شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان اتلانو ته د ۱۸۰ منډو هدف ورکړ.

افغان ځوانانو ته توپ وهنه کې ګلبدین نایب ۵۴، احسان الله جنت او حشمت الله شهیدي ۴۵-۴۵ منډې وکړې.

د افغان اتلانو ټوله لوبډله ۱۳۹ منډو باندې وسوځېده او لوبه یې د ۴۰ منډو په توپیر وبایلله.

ګلبدین نایب د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په دغو سیالیو کې ملي لوبډلو لوبغاړي په دوه لوبډلو ویشل شوي وه.