د کندهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چي له پرون راهيسي افغان ځواکونو، چي هوائي ملاتړ يې هم له ځان سره درلود د کندهار په ژړۍ، پنجوائي، ډنډ او ارغستان کې عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د خبرپانې په حواله، د عملياتو پر مهال ملکي خلکو او امنیتي پرسونل ته زيان نه دی رسېدلی.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.