افغان چارواکو د پاکستان او ناټو سره د ډیورنډ په اړه خبرې کړې

کابل کې افغانستان، پاکستان او د غوڅ ملاتړ پوځیانو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي. د ملي د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، چې دا درې میاشتنۍ نوبتي غونډه ده او تر ډېره په دې غونډه کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر امنیت او ستونزو بحث شوی دی. هغه دا هم وویل، چې د پاکستان له لوري د توغندیو د بریدونو په اړه هم خبرې شوې دي. وزیري زیاته کړه چې ددې تر څنګ په دغه غونډه کې پر نورو مسایلو هم خبرې شوې خو پوره معلومات یې ور نه کړل.