امریکايي سناتور جک رید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور د تمدید اټکل کړی

د امریکا متحدو ایالاتونو د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې مشر وايي، دی په افغانستان کې تر مې میاشتې وروسته هم د امریکايي پوځیانو د حضور د تمدید اټکل کوي. سناتور جک رید د چهارشنبې په ورځ  یو خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل دی اټکل کوي چې په لنډ وخت کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کیدل تمدید شي.

د امریکا د سنا جرګې مشر د خپلې وړاندوینې له مخې ویلي، امکان شته، چې د امریکایي پوځیانو د حضور وخت وغځېږي.د هغې موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري پر ۲۹مه په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه، په پام کې وه ټول نړیوال ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې د طالبانو له خوا د ځینو ضمانتونو په بدل کې له افغانستانه ووځي.

د امریکا دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې طالبانو د دوحې د موافقې پر اساس خپلې ژمنې نه دي پرځای کړي.د تاوتریخوالي کمول، د القاعده په ګډون له نړیوالو تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کول او ځینې نور موارد هغه څه دي چې طالبان یې په نه مراعاتولو تورن شوي دي.

اوس د جو بایډن اداره د امریکا او طالبانو د موافقې بیا کتنه کوي، څو معلومه کړي چې طالبانو د اوربند او له افغان حکومت سره د بامفهومه خبرو پر ژمنو عمل کړی او که نه؟ بل خوا د جرمني د صدراعظمې انګېلا مېرکل کابینې چهارشنبه نوې مسوده تصویب کړه چې جرمني پوځیانو ته لار هواروي د ۲۰۲۲میلادي کال د جنورۍ تر ۳۱مې په افغانستان کې پاتې وي.

جرمني د ناټو په چوکاټ کې د امریکا تر متحدو ایالاتونو وروسته زیات پوځیان لري. دا مهال په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ناټو لس زره پوځيان دېره دي چې په دې شمېر کې نږدې ۱۱۰۰ یې د جرمني دي. تردې مخکې د چک جمهوریت چارواکو تېره سې شنبه ویلي وو، په افغانستان کې به خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړي.

په دې وروستیو کې په کور دننه او بهر د امریکایي ځواکونو د مامویت د دوام او یا هم نه دوام په اړه خبرې کېږي.

خو طالبانو بیا په وار، وار ویلي، چې امریکایي ځواکونه دې د دوحې د تړون له مخې د روان کال تر مې میاشت له افغانستان څخه وځي.

خو اخوا د امریکا نوې ادارې ویلي چې طالبانو د تړون ژمنې ماتې کړي او دوی غواړي چې په هغه تړون له سره کتنه وکړي.