امریکایي څېړونکی وايي پاکستان ته خپل پوځ او استخباراتو زیان رسولی.

د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو په کور دننه او بهر دا نیوکې اوس زیاتې شوي دي، چې وایي د خپلسره اهدافو او پالیسیو له امله یې خپل هېواد ته زیان رسولی، ځکه خو پاکستان په ټوله نړۍ کې یواځې شوی دی.

په واشنګټن کې یو وتلی څېړونکی ډېویډ سیډني هم په یوه څېړنیز مرکز کې د بحث په وخت د دې خبرې تایید کړی، چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې ای ایس ای مشرانو په خپلو ناسمو بهرنیو او کورنیو تګلارو خپل هېواد ته زیان اړولی دی.

ډېویډ سیډني په واشنګټن کې دغه خبرې د پاکستان او امریکا د اړیکو د راتلونکي پر موضوع د سولې لپاره په څېړنیز مرکز USIP کې په یوه غونډه کې کړي دي.

تر دې وړاندې هم د واشنګټن په اکثرو څېړنیزو ادارو کې د پاکستان او امریکا د اړیکو پر موضوع په بحثونو کې دا نظر ورکړل شوی دی، چې وایي د پاکستان اساسي مسئله د پوځ او استخباراتي ادارو بې مهاره واک اختیار دی.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په رویه کې د مثبت بدلون لپاره د پاکستان په سیاست کې بدلون راوستل پکار دی.

ښاغلی خلیلزاد وایي وخت راغلی چې دغه بدلون پیل شي.